واشنګټن پوست په یوه راپور کې ویلي، هغه نیپالي، چې افغانستان کې یې د یوې چاودنې له امله خپلې پښې له لاسه ورکړې وې، په دې وتوانېده، چې د ایورست لوړې څوکې ته وخېږي.
دغه نیپالی هري بودا ماګر نومېږي او د خپلو مصنوعي پښو پر مټ یې وکولی شوای، چې د اورست لوړې څوکې ته وخېږي.
ماګر همالیا کې پیدا شوی او هغه مهال چې ۱۹ کلن و د برېتانوي ځواکونو یوه ټولي کې چې ګورخا نومېده افغانستان ته ولاړ.
د راپور پر بنسټ ماګر په کال ۲۰۱۰ کې د افغانستان په سویل کې د ماموریت پر مهال په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوو، چې وروسته یې دواړه پښې له زنګانه پورته پرې شوې.
دغه نیپالي په وار وار هڅه کړې، چې د ایورست څوکې ته وخېږي او په پای کې په دې واتوانېده، چې د روان میلادي اپرایل میاشت کې دغه څوکې ته وخېږي.
جمهورخبري آژانس