د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان یوې مېرمنې بنفشه یعقوبي د دغه وزارت د کال د زړورتیا جایزه ګټلې ده.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې مېرمن یعقوبي او ۱۱ نورو مېرمنو ته به د مارچ په څلورمه د زړورتیا جایزه ورکړل شي.
د مېرمن یعقوبي په اړه په اعلامیه کې هغې لیکلي چې هغې د یوې وکیلې په توګه د هغو ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې کار کړی چې له تاوتریخوالي سره مخ دي او په ۲۰۰۸ کال کې یې له خپل مېړه سره د «رحیاب» موسسه جوړه کړه چې په افغانستان کې د بصري خلکو ته د زده کړې او بیارغونې زمینه برابره کړي.
خبرځاى زياته کړه چې اغلې يعقوبي د بشري حقونو په کميسيون کې د ړندو ماشومانو زده کړې ته هم پاملرنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې مېرمن يعقوبي د افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون د کمېشنرې په توګه هم کار کړى دى.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې د بشري حقونو دغه فعال اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، خو لا هم د افغان معلولیت لرونکو وګړو لپاره نه ستړي کیدونکی مدافع دی.
د يادونې وړ ده چې د زړورتيا جايزه هر کال د امريکا د حکومت له خوا هغو ښځو ته ورکول کېږي چې په خپلو هېوادونو کې يې د خلکو د ژوند د بدلون لپاره ځانونه وقف کړي وي.
افغان مېرمنو تر دې وړاندې دا جایزه ګټلې ده.
جمهورخبري آژانس