د "منځنی ختیځ رسنیو څیړنیز انستیتوت" لخوا ترسره شوې نوې څیړنه ښیي چې پاکستاني طالبان یا TTP غواړي په خیبر پښتونخوا کې یو کوچنی امارت جوړ کړي.
د دغې څېړنې پایلې د «۲۰۲۴ کال راتلونکي ته په لټه کې – په سیمه، افغانستان او پاکستان کې د طالبانو رول» تر عنوان لاندې د جمعې په ورځ د کب په ۱۱ مه اعلان شوې.
د دې څېړنې په راپور کې د کشمیر پر سر د پاکستان او هند ترمنځ ترینګلتیا ته په اشارې سره ویل شوي چې که د تحریک طالبان پاکستان ستراتیژي بریالۍ شي، د افغانستان او پاکستان تر منځ به ډېر بد رول ولوبوي.
د دې راپور پر بنسټ، په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو او د طالبانو د جهادي او ایډیالوژیکو وروڼو له خوا د امریکا متحده ایالاتو پوځي ماتې د حکومت د جوړولو لپاره د دغې ډلې د مفکورې په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.
راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو په پایله کې د دغه هېواد لږ تر لږه ۴۴۶ پوځیان وژل شوي او ۵۶۹ نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د تېر کال د ډسمبر په ۳۱مه د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز یو راپور خپور کړ او اعلان یې وکړ چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټول هېواد کې د پاکستان د حکومت د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې نږدې زر تنه پوځیان او ملکي وګړي وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس