۰
د پنجشیر ولایت لپاره د طالبانو والي:

د تېر حکومت څه باندې ۵۰۰ پوځي او ملکي کارکوونکي پنجشیر ته راستانه شول

شنبی ۱۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۴
د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو والي وايي چې په تېرو څو مياشتو کې د پخواني حکومت تر ٥٠٠ زيات پوځي او ملکي کارکوونکي له خپلو کورنيو سره پنجشېر ولايت ته راستانه شوي دي.
د تېر حکومت څه باندې ۵۰۰ پوځي او ملکي کارکوونکي پنجشیر ته راستانه شول
د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو والي وايي چې په تېرو څو مياشتو کې د پخواني حکومت تر ٥٠٠ زيات پوځي او ملکي کارکوونکي له خپلو کورنيو سره پنجشېر ولايت ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبې (کب۱۲) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پنجشیر ولایت لپاره د دغې ډلې والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي چې په دې وروستیو کې له بهر څخه څه باندې ۵۰۰ اتباع پنجشیر ته راغلي دي. پرته له کومې ستونزې خپل عادي ژوند تیروي.

هغه وويل، چې د راغلو ځوانانو لپاره يې د کار زمينه برابره کړې او هغو ځوانانو ته به د کار زمينه برابره کړي، چې له دې وروسته هېواد ته راستانه شي.

دغه غوښتونکي وويل، هر څوک چې په بهر کې په هر نوم ژوند کوي کولای شي پرته له کومې وېرې او شک څخه خپل وطن ته راشي.

د طالبانو د ډلې د چارواکو دغه ادعاوې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې په افغانستان کښې د دغې ډلې د واکمنۍ او د دغې ډلې د جنګیالیو د غچ اخیستو له امله د حکومت د پوځ او ملی پولیسو په سلهاو ځوانان د خپلو مرګونو په اور کښېنول شول.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي