۰

طالبان: بهرني بنسټونه دې په ازاده توګه خپل فعالیتونه ترسره کړي

شنبی ۱۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۵
د طالبانو سیاسي مرستیال د جینوا کال د نړیوال انستیتوت له عمومي رییس الن ډیلیتروس، د نړیوالو اړیکو له مشر الکساندر منافو او د دغه بنسټ له مشر فهد عباسي سره کتنه کې ویلي، بهرني بنسټونه دې خپل فعالیتونه په آزاده توګه ترسره کړي.

طالبانو نن شنبې د کب ۱۲ مه په یوه بیان کې ویلي، د جینیوا کال انټرنیشنل انسټیټیوټ عمومي رییس الن ډیلیتروس په دې غونډه کې د دغه انسټیټیوټ اهدافو ته په اشارې سره وویل چې موږ د له اوږدې مودې راهیسې له طالبانو سره تماس لرو او همکاري کوو.

هغه وویل، اوس په افغانستان کې امنیت تامین شوی، امنیتي او نظامي څانګې له یو بل سره همکاري کوي او د طالبانو د امارت نظامي مسوولین له خلکو سره مناسب چلند کوي. موږ دا ټول مثبت ټکي له نړیوالې ټولنې او ځانګړو بنسټونو سره شریکوو.

ښاغلي دلیتروز زیاته کړه چې دوی په افغانستان کې له یو شمېر پوځي او ملکي څانګو سره له نږدې همکاري کوي او پلان لري چې له اړوندو افغان بنسټونو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې په افغانستان کې د بشپړ امنیت په رامنځته کیدو سره د مرستو او بې پرې موسسو د فعالیت لپاره د پخوا په پرتله ښه زمینه برابره شوې ده.

نوموړی وايي، بهرني بنسټونه باید د افغانستان واقعیتونه له نړیوالو بنسټونو سره شریک کړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه چې د دغې ډلې امارت ټولو همکارو بنسټونو ته ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې به خپل فعالیتونه د اصولو سره سم په ازاده توګه ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي