۰

طالبانو تخنیکي پلاوي د ایران د ولسمشر له سلاکار سره وکتل

شنبی ۱۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۳
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دغې ډلې تخنیکي پلاوي د ایران د ولسمشر له سلاکار سره کتلي او په چابهار کې یې د افغانانو د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن شنبې (د کب ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالو ترانزیت رئیس محمدالله بختیار له حجت الله عبدالمالکي سره د چاه بهار ازادې سیمې ته خپل سفر ته دوام ورکړ. د جمهور رئیس سلاکار، د ازادو سوداګریزو او صنعتي زونونو د عالي شورا منشي او د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتصادي ځانګړي استازي سره لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې دواړو لورو له چابهار څخه د ټرانزیټي سلسلې د تطبیق او بشپړیدو، په ازاده حوزه کې د اسلامي امارت د نمایندګۍ د دفتر د تاسیس او په دې برخه کې د اسانتیاوو، په چابهار کې د اړتیا وړ ځمکې د ویش، قیمت او مودې په اړه بحث او خبرې وکړې. له دې لارې د مالونو د ترانزیت لومړیتوب، په چابهار کې افغان سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو او نورو مسایلو خبرې وشوې.

د ایران د اسلامي جمهوریت سلاکار حجت الله عبدالمالکي له دې پروژې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د طالبانو پلاوي ته یې ډاډ ورکړ.

جمهورخبري آژانس

ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي