۰

متقي: که امریکا افغانستان له سره آباد هم کړي یوه پوځي اډه نه ورکوو

یکشنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۱
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ومنله چې د دوحې تړون په وخت کې امریکایانو له دوی د استخباراتي حضور غوښتنه درلوده خو وايي، دوی هیڅ کله دغه غوښتنه نه منلې او نه به یې ومني.
متقي: که امریکا افغانستان له سره آباد هم کړي یوه پوځي اډه نه ورکوو
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ومنله چې د دوحې تړون په وخت کې امریکایانو له دوی د استخباراتي حضور غوښتنه درلوده خو وايي، دوی هیڅ کله دغه غوښتنه نه منلې او نه به یې ومني.

تر دې وړاندې د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې د تړون په اړه ویل کېدل چې امریکا د وتلو وروسته د طالبانو څخه په افغانستان کې د پنځو پوځي اډو غوښتنه کړې او دا د همدې تړون د زمایمو څخه هغه څه دي، چې تر اوسه یوه لوري هم ترې پرده نه ده پورته کړې.

خو تازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست طلوع نیوز سره په تازه مرکه کې د دوحې د تړون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې منلې چې هغه مهال امریکایانو د پوځي نه بلکې د استخباراتي حضور غوښتنه کوله خو دوی هغه مهال هم رټ دا غوښتنه رد کړې.

متقي، له امریکا سره د اسلامي امارت د اړیکې په اړه ویلي: هغه وخت چې موږ دوحه کې مذاکرات درلودل، بهرنیانو ته مو په څرګنده توګه و ویل، چې موږ ستاسو یو تن هم په پوځي یونیفورم کې نه غواړو چې و وینو، ان پر دې موضوع بحث هم وشو، امریکایانو ویل موږ نظامي حضور نه غواړو بلکې استخباراتي حضور غواړو، موږ ورته ویل چې هېڅ نه کېږي.
 
امیرخان متقي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که امریکایان تاسو په رسمیت وپېژنی هغوی ته به څه ورکوو؟ و ویل: که امریکا موږ په رسمیت هم وپېژني او دې ته حاضر شي چې افغانستان له سره آباد کړي، بیا به هم هېڅ ډول امتیاز هغوی ته ورنه کړو، بګرام خو څه ان یو ګز ځمکه به هم د امریکایانو په اختیار کې ورنه کړو.
 
متقي ویلي، د دوی د امارت او افغانستان د خلکو دریځ دا دی، چې امریکایانو او نورو ټولو دخیلو هېوادونو ته هېڅ ډول امتیاز نه ورکول کېږي، که داسې وای موږ دا دوه ویشت کال وړاندې دا منله.
 
ده و ویل«دا ټولې در بدرۍ، دا شهیدان چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې وشول او زموږ رهبران په کې شهیدان شول یوازې د هېواد د خپلواکۍ لپاره وې.»
 
متقي دغه څرګندونې درې ورځې وړاندې د کب په ۱۰ مه د دوی او امریکا تر منځ د دوحې تړون په څلورمه کلیزه کې کړې دي،

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي