د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل او ویې ویل چې موږ د ننګرهار ښاریان د داعش له منګولو وژغورل.
طالبانو نن یکشنبې د کب ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه قومي مشرانو و ویل، چې د اسلامي او شرعي نظام تامین د هر افغان غوښتنه ده او د هغې د ساتنې لپاره ولسونه هر ډول همکاري او قربانۍ ته چمتو دي.
په دې غونډه کې مولوي عبدالکبير هم وويل چې په دې شل کلنه مبارزه کې د ننګرهار ټولو قومونو په ځانګړې توګه د شينوارو ولسونو قرباني ورکړې ده.
نوموړي ویلي، د ننګرهار د شينوارو خلک د نورو اوسېدونکو په څېر د داعش د تکفيري ډلې قربانيان وو، خو له نېکه مرغه دغه ډله د طالبانو له خوا له منځه ولاړه او د ننګرهار خلک ترې وژغورل شول.
د هغه په وینا د اوسني اسلامي نظام چارواکي، د ولس د خدمت او د شهیدانو د ارمانونو د ساتنې لپاره کار کوي.
جمهورخبري آژانس