د خوړو د نړیوال سازمان چارواکي وايي، په افغانستان کې بې وزلې، بېکاره او خوارځواکي، ماشومان او ښځې زیاتې شوې دي.
دغه سازمان نن د کب ۱۳ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، په ټول افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان او میندې خوارځواکي دي.
دې سازمان خبرداری ورکړی چې د مرستې کمیدو سره به په هیواد کې بې وزلي "بدتره" شي.
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو پر بنسټ د هېواد له درېيمې برخې ډېر وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، دغه سازمان توانېدلی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د پای ته رسولو لپاره د اړتیا وړ مرستو یوازې درې سلنه ترلاسه کړي.
جمهورخبري آژانس