په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ دفتر یا یوناما د دغه سازمان په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه مشورتي غونډه کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کاري پروګرام له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما به د چهارشنبې په ورځ (د کب۱۶) د افغانستان په اړه مشورتي غونډه وکړي.
د امنیت شورا د کاري پروګرام په خبرپاڼه کې راغلي چې یوناما به په همدې ورځ یوه خبري غونډه هم وکړي.د دې مشورتي ناستې د کاري اجنډا او د ګډون کوونکو د هویت په اړه لا نور معلومات نه دي خپاره شوي.
د یوناما دغه غونډه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې څو ورځې وروسته د امنیت شورا په دفتر کې جوړېږي.
جمهورخبري آژانس