د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن په غزني او شبرغان کې د طالبانو اعدامونه په کلکه وغندل.
ښاغلي نیکولسن وویل چې اروپايي ټولنه په هر وخت او هر ډول شرایطو کې د اعدام د سزا مخالفه ده او دا د انساني کرامت خلاف ګڼي.
طالبانو د حوت په دوهمه او اوومه نېټه د دغې ډلې د مشر په منظورۍ درې تنه په غزني او شبرغان ولایتونو کې په عام محضر کې اعدام کړل. طالبانو دغه درې کسان په قتل تورن کړي وو.
جمهورخبري آژانس