۰

د طالبانو د دفاع وزیر او د پوځ مشر یې قطر ته روان شول

یکشنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۲
د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغې ډلې د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب او د پوځ مشر قاري فصیح الدین فطرت قطر هېواد ته په سفر تللي دي.
د طالبانو د دفاع وزیر او د پوځ مشر یې قطر ته روان شول
د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغې ډلې د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب او د پوځ مشر قاري فصیح الدین فطرت قطر هېواد ته په سفر تللي دي.

د طالبانو  ملي دفاع وزارت نن یکشنبې (د کب ۱۳ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د دغه وزارت له لوی درستیز قاري فصیح الدین " فطرت" سره یو ځای  قطر ته نن په رسمي سفر روان شول.

طالبانو ویلي، چې دغه دواړه طالبان به په دغه سفر کې له قطري چارواکو سره وګوري پر دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا به ورسره خبرې وکړی  او دغه راز د دغه هېواد په "دفاعي ډیمډیکس" نندارتون کې به ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي