د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په خپله وروستۍ وینا کې ادعا کړې چې د اسلام او دین ساتنه یوازې د دغې ډلې په اوږو ده او د ټولې اسلامي نړۍ سترګې دغې ډلې ته دي.
طالبانو په پرون د کب ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې د ملا محمد حسن اخند له خوا په یوه بیان کې ویلي، د دغې ډلې ټول مسوولین باید د سولې د اسلامي نظام بقا او پیاوړتیا په خاطر خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
نوموړي ویلي، نړۍ د فلسطین د مظلوم ولس اوسني ظلمونه نه ویني خو د بشري حقوقو تر نامه لاندې د اسلامي نظام د بدنامولو په لټه کې دي.
ملا محمد حسن اخند وویل چې په دې حساس وخت کې د اسلام او دین ساتنه یوازې زموږ پر اوږو ده، د ټولې اسلامي نړۍ سترګې پر موږ دي او دا یو الهي مسوولیت دی.
جمهورخبري آژانس