۰

د بشري حقونو فعالانو غوښتنه وکړه چې طالبان دې نړیوالې محکمې ته وړاندې شي

دوشنبه ۱۴ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۶
"د افغانستان د بشري حقونو فعالانو" له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان دې د بشري حقونو د سرغړونو په تور نړیوالو محکمو ته معرفي کړي.
د بشري حقونو فعالانو غوښتنه وکړه چې طالبان دې نړیوالې محکمې ته وړاندې شي
"د افغانستان د بشري حقونو فعالانو" له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان دې د بشري حقونو د سرغړونو په تور نړیوالو محکمو ته معرفي کړي.

دغه سازمان یکشنبې د کب ۱۳ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون په ګډون د بشري حقونو له اوو مهمو نړیوالو کنوانسیونونو سره یو ځای شوی او اړ دی چې د هغې مراعات کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دغو کنوانسیونونو کې د ښځو پر بنسټیزو حقونو لکه سیاسي مشارکت، تعلیم، کار، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي حق، د واده ازادي او د ښځو پر نورو فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو ټینګار شوی دی.

دغه سازمان زیاته کړې، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په سیستماتیک ډول د دغه کنوانسیون له ټولو مادو او د بشري حقونو له نورو نړیوالو میثاقونو سرغړونه کړې ده.

د دغه بنسټ په وینا، طالبانو له ټولنې څخه د ښځو په ایستلو، د اعتراض کوونکو ښځو او نجونو په زورولو، محاکمه کولو، نیول، شکنجه کولو او حتی د هغوی په ځورولو سره، طالبانو د جنسیت پر بنسټ د ظلم او بنسټیز جنسیتي تبعیض یوه ښکاره بېلګه ده، چې باید محاکمه شي.

اعلامیه زیاتوي، د افغانستان د بشري حقونو فعالان په دې باور دي چې په افغانستان کې د معافیت د فرهنګ د پای ته رسولو او د طالبانو د حساب ورکونې لپاره له قضايي او نړیوالو حقوقي میکانیزمونو څخه کار اخیستل په اوسني وضعیت کې تر ټولو اغېزمن او مهم میکانیزم کېدای شي.

دوی د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي د کنوانسیون له غړو هېوادونو وغوښتل، چې د دې کنوانسیون له احکامو سره سم او له هر ډول سیاسي ملحوظاتو پرته د عدالت په نړیواله محکمه کې د طالبانو پر ضد دوسیه پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو د کړنو د قضايي تعقیب غوښتنه کړې وه.

هغه د جرمونو له نړیوالې محکمې وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې وڅېړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي