۰

یوه څیړنیز انستیتیوت په ترکیه کې د افغانستان په اړه خبرې پیل کړې

دوشنبه ۱۴ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۴
د «جنیوا د خبرو اترو او پراختیا ملي مرکز» تر نامه لاندې څېړنیز بنسټ اعلان کړی چې په ترکیه کې یې د افغانستان په اړه درېیمه غونډه پیل کړې ده.
یوه څیړنیز انستیتیوت په ترکیه کې د افغانستان په اړه خبرې پیل کړې
د «جنیوا د خبرو اترو او پراختیا ملي مرکز» تر نامه لاندې څېړنیز بنسټ اعلان کړی چې په ترکیه کې یې د افغانستان په اړه درېیمه غونډه پیل کړې ده.

دغې ادارې نن دوشنبې د کب ۱۴ مه د ترکیې په انتالیا ښار کې د افغانستان په اړه بحث پیل کړ او ټاکل شوې چې دا بحث سبا هم دوام وکړي.

په دې غونډه کې یو شمېر مدني فعالان، کارپوهان او خبریالان ګډون لري.

د غونډې تنظیموونکي وايي، چې د دې غونډې په لومړۍ برخه کې به د افغانستان پر اوسني سیاسي او اقتصادي وضعیت، ننګونو او په هېواد کې د ډیموکراسۍ پر راتلونکو فرصتونو خبرې وشي.

د دغه مرکز اعلامیه زیاتوي، چې د دې غونډې په دویمه برخه کې به د مدني ټولنې د بیا تعریف، د افغان ښځو د نوي خوځښت، د ښاري په مقابل کې کلیوالي تحرک او محافظه کاره او د پرمختللې ایډیالوژۍ پر اجماع بحث وشي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا غونډه د افغاني ټولنې د بدلون د تحرک او د هغو ګډو اړخونو په اړه چې د یوې دیموکراتیکې، سوکاله او ټول شموله ټولنې د رامنځته کېدو او ساتلو ډاډمن شي، د خبرو اترو په موخه جوړېږي.

دغه مرکز له دې مخکې د سولې د خبرو اترو په موخه د ځوانانو او د تېر حکومت د سولې د مذاکره کوونکی ټیم د غړو ترمنځ د نظرونو د تبادلې په موخه غونډه کړې وه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي