د طالبانو په واکمنۍ کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست اعلان کړی چې د سالنګ لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.
دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه لار نن دوشنبه د کب ۱۴ مه له غرمې وروسته د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د سالنګ د دې لارې په ځينو برخو کې د واورې کچه درې مترو ته رسېدلې او تر دې دمه د دې لارې په بېلابېلو برخو کې ٢٩ واوره ورېدلې ده.
د دغه رياست په اعلاميه کې له موټر چلوونکو او مسافرو څخه غوښتل شوي، چې له سالنګ څخه د تېرېدو پر مهال د ژمنيو اړتيا وړ وسايل له ځان سره ولري.
تر دې مخکې د فواید عامې وزارت اعلان کړی و، چې د سالنګ لاره به نن بېرته پرانېستل شي.
باید وویل شي، چې د سالنګ لویه لار د سختې واورې ورېدو له امله د څلورو ورځو لپاره تړل شوې وه.
جمهورخبري آژانس