د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د شري د ناروغانو شمېر زیات شوی دی.
دغه سازمان زیاته کړې، چې یوازې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ څه باندې ۷ زره شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، په دې موده کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ ۲۹ تنه مړه شوي دي.
راپور زیاتوي چې د شري له ۵۷۰۰ څخه زیاتې پېښې، چې د ټولو شکمنو قضیو ۸۰ سلنه جوړوي، تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
د دغه راپور له مخې، سمنګان، بلخ، فراه او خوست ولایتونه په ترتیب سره د شري ناروغانو له لومړي څخه څلورم ځای لري.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د تیر کال له نومبر راهیسې د شري شکمنې پیښې مخ په ډیریدو دي.
د دغه سازمان په وینا، د ژمي سړه هوا او د خوندیتوب د پروګرامونو لږ پوښښ د دې ناروغۍ د زیاتوالي له لاملونو څخه دي.
د روغتیا نړیوال سازمان له خپلو همکارانو وغوښتل چې د ماشومانو د واکسین د پروګرامونو په تمویل کې له دغه سازمان سره مرسته وکړي.
خبرگزاری جمهور