د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د قطر د دفاع له وزیر خالد بن محمد العطیه سره وکتل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه (د کب ۱۵مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو د ګټو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
مجاهد د دې ناستې د جزئیاتو په اړه معلومات ورنه کړل، یوازې دومره یې وویل چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم حضور درلود.
جمهورخبري آژانس