سره له دې چې د هېواد له اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او نورو ګڼو ستونزو سره مخ دی، د طالبانو کابینه د هېواد د مدیریت د نه پوهې له امله، ترافيکي پېښو ته پام کوي، چې د دغه وزارت د یوه عادي ریاست کار دی.
طالبانو په بیان کې ویلي چې د دغې ډلې د کابینې د ۱۹مې غونډې د ترافيکي پېښو د مخنیوي او د موټرونو د سرعت د کنټرول پر موضوع متمرکزه وه.
خبرځاى زياته کړه چې د کابينې په غونډه کې د ترافيکي پيښو د مخنيوي او د موټرونو د سرعت د کنټرول د څرنګوالي په باب مفصل بحث وشو او د کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې له سترې محکمې، د ترانسپورت او هوايي چلند له وزارتونو سره په همغږۍ په دې برخه کې همکاري وکړي. د فواید عامې او د موټرو د چلولو او سرعت د معلومولو په موخه د لویو لارو په اوږدو کې د ټرافیکو لپاره د لازمو لارو چارو پلان جوړ او د دغه ګروپ د وزیرانو شورا له رئیس سره شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې هېواد له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دى، خو هغه کسان چې د کابينې په کچه يې د مديريت ادعا کوي، د يوې عادي رياست چارې پلانوي، چې دا د هېواد د مديريت او پلان جوړولو په برخه کې د نه پوهېدنې ښکارندويي کوي.
جمهورخبري آژانس