۰

طالبانو د خصوصي سکټور د تمویل میکانیزم لاسلیک کړ

یکشنبه ۵ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۱
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د مالي تمویل میکانیزم او د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق د کارولو څرنګوالي په اړه یې لاسلیک کړی دی.
طالبانو د خصوصي سکټور د تمویل میکانیزم لاسلیک کړ
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د مالي تمویل میکانیزم او د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق د کارولو څرنګوالي په اړه یې لاسلیک کړی دی.

دغه وزارت نن یکشنبې د وري ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د «خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق» د تمویل میکانیزم او د لګښتونو میتود د  د اړوندو څانګو او سکتوري خونو استازو په حضور کې لاسلیک کړ.

عزيزي وويل، د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق د پيسو د لګولو لاره بايد د کمېټې د غړو په وړتيا پورې تړلې وي؛ په دې کې د دولتي ادارو او خصوصي سکټور استازي شامل دي.

طالبانو ویلي، چې د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق د صنعت او سوداګرۍ وزارت په نوښت او وړاندیز او د دغه وزارت د رهبرۍ په منظورۍ د اغېزناکو، ګټورو او عامه ګټو پروګرامونو د ښه تطبیق او له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې بودیجې د تمویل میکانیزم او د لګولو طریقه چې په ۴ فصلونو او ۱۷ مادو کې ترتیب شوې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د چارو د ادارې د عمومي ریاست د استازو په حضور کې جوړه شوه. د مالیې، اقتصاد، کرنې، اوبو مرستې او مالیې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، د اوبو او انرژۍ، کانونو او پټرولیم او سکتوري خونې تړونونه لاسلیک شول.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي