یو شمېر کابل ښاریانو د طالبانو له سیاسي مرستیال سره وکتل او له دغې ډلې یې د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړه.
د کابل د چهاردهي ولسوالۍ قومي مشرانو او علماوو د کابل له ماسټر پلان سره سم په چهاردهي کې د پرمختیايي کارونو د پیل او د دوی د غوښتنو په لړ کې د خپلو غوښتنو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د سیاسي مرستیال په مشرۍ د دارالعلوم د تاسیس او د سړکونو د جوړولو په ګډون په مختلفو برخو کې خبرې وشوې.
دوی وايي، د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي او د دې ستونزې د حل لپاره باید د طالبانو امارت د شاه توت بند د جوړولو کار پیل کړي، څو د نورو کابل ښاریانو د اوبو د کمښت ستونزه هم هواره شي.
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال همداراز وویل چې د طالبانو امارت د خلکو غوښتنو ته پوره پاملرنه کوي او په کابل ښار کې د اوبو د کمښت د ستونزې د هواري لپاره هڅې پیل شوي دي.
هغه وویل چې د طالبانو امارت هڅه کوي چې د ملي بودیجې څخه د کابل د اوبو د سرچینو د مدیریت او جوړولو چارې پیل کړي.
د طالبانو د ډلې دغه خیالي ژمنې په داسې حال کښې مطرح کیږي چې په افغانستان کښې د دغې ډلې له واکمنۍ سره د افغانانو ستونزې څو چنده شوې دي او دغه ډله د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره هیڅ پلان نه لري. بلکي د طالبانو د داسي ديکتاتور حکومت شتون د افغانانو لپاره يوه ننګونه ده.
جمهورخبري آژانس