د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نړیوال جام او اسیا جام د غوراوي سیالیو په دوهم پړاو کې د هند ملي لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړه.
دا لوبه تېره شپه د هند په کوربه توب ترسره شوه.
په دې لوبه کې لومړی د هند ملي لوبډلې ګول وکړ؛ خو بیا د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړو په ښه کارکردګۍ سره لوبه مساوي کړه.
په پای کې د افغانستان ملي لوبډلې د لوبې په وروستیو دقیقو کې یو پینالټي ترلاسه کړ او په ګول یې بدل کړ او دغه مهمه لوبه یې وګټله.
دا لوبه د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ کال اسیا ملتونو جام لپاره د کوالیفاینګ سیالیو د دویم پړاو په چوکاټ کې ترسره شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره پنجشنبه د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه د سعودي عربستان په "ابه" ښار کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوه.
په دې لوبه کې دواړو لوبډلو بې له ګول سره مساوي شول.
خبرگزاری جمهور