۰

طالبانو د ۱۱ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۴ پروژو قرارداد منظور کړ

پنجشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۴۸
د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون اعلان کړی چې د ۱۱ میلیارد افغانیو په ارزښت یې بېلابېلې پروژې منظورې کړې دي.
طالبانو د ۱۱ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۴ پروژو قرارداد منظور کړ
د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون اعلان کړی چې د ۱۱ میلیارد افغانیو په ارزښت یې بېلابېلې پروژې منظورې کړې دي.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې د تدارکاتو کمېسیون د ۲۴ پروژو د قراردادونو په ګډون ۲۹ پروژې بحث ته وړاندې کړې. څلور پروژې لغوه شوې.

طالبانو ویلي چې په پلان شویو پروژو کې د کابل-کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې کارونو بشپړول، د کونړ-نورستان سړک د ویجاړو شویو برخو بیارغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د برشنا شرکت اړوند پروژې، د مرکزي برخو لپاره د اړینو تجهیزاتو د برابرولو پروژه او د ملي دفاع وزارت د پمفلټونو جوړول او یو شمیر نورې پروژې په کې شاملې دي.

جمهورخبري آژانس 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي