د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون اعلان کړی چې د ۱۱ میلیارد افغانیو په ارزښت یې بېلابېلې پروژې منظورې کړې دي.
د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ډلې د تدارکاتو کمېسیون د ۲۴ پروژو د قراردادونو په ګډون ۲۹ پروژې بحث ته وړاندې کړې. څلور پروژې لغوه شوې.
طالبانو ویلي چې په پلان شویو پروژو کې د کابل-کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې د پاتې کارونو بشپړول، د کونړ-نورستان سړک د ویجاړو شویو برخو بیارغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د برشنا شرکت اړوند پروژې، د مرکزي برخو لپاره د اړینو تجهیزاتو د برابرولو پروژه او د ملي دفاع وزارت د پمفلټونو جوړول او یو شمیر نورې پروژې په کې شاملې دي.
جمهورخبري آژانس