د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندانونو یې ۱۶ افغان بندیان خوشي کړي دي.
دغه وزارت نن شنبې د وري ۱۸ مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پاکستان د آزاد پاکستان د پېښور له زندان څخه ۱۶ تنه افغان بندیان هېواد ته راستانه شوي دي.
طالبانو ویلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له یوې میاشتې تر دوه نیمو کلونو پورې په بند محکوم شوي وو، چې له خوشي کېدو وروسته د تورخم له فرضي کرښې افغانستان ته راستانه شول او د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
جمهورخبري آژانس