۰

طالبان: په سیمه او نړۍ کې ځینې کړۍ داعش ته وده ورکوي

یکشنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۳
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې میشتو بهرنیو سفیرانو او دیپلوماتانو سره د روژه ماتي په مراسمو کې وویل چې د سیمې او نړۍ ځینې کړۍ په افغانستان کې د داعش حضور ته لمن وهي.
طالبان: په سیمه او نړۍ کې ځینې کړۍ داعش ته وده ورکوي
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې میشتو بهرنیو سفیرانو او دیپلوماتانو سره د روژه ماتي په مراسمو کې وویل چې د سیمې او نړۍ ځینې کړۍ په افغانستان کې د داعش حضور ته لمن وهي.

مولوي عبدالکبیر په یوه بیان کې ویلي، تمه لري چې راتلونکی کال به په کابل کې د ډیپلوماټانو او سفیرانو شمېر تر دې هم زیات شي او نور هېوادونه به هم په کابل کې د خپلو سفارتونو دروازې پرانیزي.

هغه وویل، د طالبانو امارت د خپل اقتصاد د بهرنۍ تګلارې پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د سیمې هېوادونه کولای شي چې سیمه ییز نوښتونه رامنځته او پیاوړي کړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت له نړۍ سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو ته لېواله دی، په سیمه ییزو پروژو کې برخه اخلي او د نښلولو نقطې په توګه عمل کوي، نو د افغانستان ګاونډیان باید ډاډه وي، چې د طالبانو امارت به هیچاته اجازه ورنه کړي. د افغانستان له خاورې څخه څوک ګواښل کیږي.

مولوي عبدالکبیر ټینګار وکړ، چې په سیمه او نړۍ کې ځینې کړۍ په افغانستان کې داعش ته وده ورکوي. داعش یوازې د افغانستان دښمن نه دی، بلکې د انسانیت، سیمې او نړۍ دښمن دی، طالبانو په افغانستان کې دغه ډله ځپلې ده او هېڅوک باید د دې ډلې د پیاوړتیا او لوی والي لپاره لاس په کار نه شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي