۰
اسټرالیايي رسنۍ:

طالبانو خپل تمرکز د هیروینو له تولید څخه میتامفیتامین ته اړولی دی

یکشنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۳
د اسټرالیا اونیزې "سټراډې پیپر" راپور ورکړی چې طالبانو خپل تمرکز د هیروینو له تولید څخه میتامفیتامین ته اړولی دی.
طالبانو خپل تمرکز د هیروینو له تولید څخه میتامفیتامین ته اړولی دی
د اسټرالیا اونیزې "سټراډې پیپر" راپور ورکړی چې طالبانو خپل تمرکز د هیروینو له تولید څخه میتامفیتامین ته اړولی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، میتامفیتامین د افغانستان د مخدره موادو په بازارونو کې د پام وړ ارزښت لري.

د راپور له مخې، د میتامفیتامین حرکت طالبانو ته اجازه ورکړې چې د هیروینو پراخه امپراتورۍ په ډیر ګټور، خطرناک او وژونکي سوداګرۍ بدل کړي.
راپور زیاتوي، دا مسله په افغانستان کې طالبان تمویلوي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د نړيوالې ادارې يو کارپوه وايي، چې په لومړيو کې طالبانو خپلو مشتريانو ته د هيروينو د کڅوړو تر څنګ د ميتامفيتامين يوه کڅوړه په وړيا توګه لېږله، څو له دې موادو سره ځان اشنا کړي.

هغه زیاته کړه: "هغوی تاسو ته سل کیلو ګرامه هیرویین استوي او پنځه کیلو میتامفیتامین په وړیا توګه اضافه کوي."

د هغه د څرګندونو له مخې، له دې کار څخه يې موخه په لومړي پړاو کې د دې توکو لپاره د پېرودونکو جذبول و.

اونیزې زیاته کړې، په داسې حال کې چې د طالبانو مشر په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو پر کښت د بندیز امر صادر کړی و، خو دا حکم په یوه کال کې عملي نه شو او د نشه یي توکو تولیدونکو د تولید او زېرمو د زیاتولو لپاره کافي وخت درلود.

د راپور پر بنسټ، په ورته وخت کې طالبانو د میتامفیتامین پر تولید او د محصول په بدلولو ډېر تمرکز کړی.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي