د افغانستان د صنایعو وزارت او د طالبانو ډلې اعلان کړی دی چې دغه ډله د افغانستان د تجارت د بدیلې لارې په توګه له چابهار بندر څخه په ښه استفاده باندې ټینګار کوی.
دغه وزارت نن یکشنبې د وري ۱۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بدیل لارې د موندلو په موخه یې لومړنۍ غونډه کړې ده.
د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د صنعت په وده او د هېواد د سوداګرۍ په بسیاینې باندې په ټینګار سره وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بدیلې لارې لټول د نورو لارو او بندرونو خنډ نه دی، بلکې هڅه کوو. خصوصي سکتور او د طالبانو امارت ته په فعالیتونو کې د اسانتیا راوستل او له هیوادونو سره یې اقتصادي اړیکې؛ دا یوازې د خدای (ج) رضا او د خلکو ګټې په پام کې نیسي.
طالبانو ویلي چې د دې ډلې د تعرفې کمېټې پرېکړه کړې چې هغه څانګې چې د دې کمېټې غړي دي، خپل ځانګړی تخنیکي استازی دې وزارت ته ور وپېژني څو د لومړۍ ګڼې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ۱۱ ګڼې پریکړه چې د اقتصادي کمیسیون په ځانګړې غونډه کې پریکړه وشوه.
طالبانو زیاته کړې، چې د دغه پرېکړه لیک لومړۍ ګڼه لس مادې لري او په هغه کې د چابهار بندر پر موثریت او ښې استفادې ټینګار شوی دی.
جمهورخبري آژانس