د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان کړی چې چینایانو د نیل باغ د تصفیې پروژې د بنسټ ډبره کېښوده.
د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د نیل باغ د استوګنې پروژې د بنسټ ډبره د ملا عبدالغني برادر په حضور کې د چینایانو له خوا کېښودل شوه.
ملا برادر په دې مراسمو کې وویل چې د طالبانو امارت د نورو زیربناوو ترڅنګ د ساختماني پروژو په تطبیق کې هم جدي ګامونه پورته کړي، د نوي کابل د لومړي فاز دویمه برخه او یو شمېر نورې پروژې یې د بېلګې په توګه یادولای شو.
ملا برادر وويل، چې د نيل باغ د استوګنې پروژې د عملي کار له امله يې له چين څخه مننه وکړه او له هغوى يې وغوښتل، چې له افغانستان سره د يوه ښه ګاونډي هېواد په توګه د سيمه ييز اتصال په مهمو مسايلو کې ګډ کار وکړي.
دغه غوښتونکي له چینايي پانګوالو وغوښتل چې د دغې ډلې او بیجینګ ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخېدو په خاطر په افغانستان کې د پانګونې له شته فرصتونو ګټه واخلي.
د نیل باغ د استوګنې پروژه د چین د بیلا بیل شرکت په مرسته جوړیږي چې شاوخوا ۷۱ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.
په دې پروژه کې به ۱۴۰۰ د استوګنې اپارتمانونه په ۵۶ بلاکونو کې جوړ او په راتلونکو ۳ کلونو کې به بشپړ شي.
جمهورخبري آژانس