په پنجشیر کې عامه سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو په دغه ولایت کې یو ځوان په ډزو وژلی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان نوراغا نومېده او تېره شپه د ١٨ کلونو په عمر د پنجشېر ولايت د قصبې ولسوالۍ په "ګلاب خېل" کلي کې د تراويح له لمانځه څخه د راستنېدو پر مهال د طالبانو له خوا په ډزو ووژل شو.
سرچينې زياته کړې، چې وسله والو طالبانو د نورآذر مړى هم له ځان سره وړى دى. خو څو ساعته وروسته یې بیا د هغه کورنۍ ته تسلیم شول.
د دې پېښې لامل تر اوسه معلوم نه دی.
جمهورخبري آژانس