۰
طالبان:

دوه ګوندونه او ۷۵ ټولنیز نهادونه مو امنیتي بنسټونو ته معرفي کړل

یکشنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۳
د طالبانو ډلې د عدلیې وزارت اعلان کړی چې دوه ګوندونه او ۷۵ ټولنیز بنسټونه یې د غیرقانوني فعالیتونو له امله امنیتي بنسټونو ته معرفي کړي دي.
دوه ګوندونه او ۷۵ ټولنیز نهادونه مو امنیتي بنسټونو ته معرفي کړل
د طالبانو ډلې د عدلیې وزارت اعلان کړی چې دوه ګوندونه او ۷۵ ټولنیز بنسټونه یې د غیرقانوني فعالیتونو له امله امنیتي بنسټونو ته معرفي کړي دي.

وزارت نن یکشنبې د وري ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېر کال کې یې دوه سیاسي ګوندونه او ۷۵ ټولنیز بنسټونه د خپلو غیر قانوني فعالیتونو په تور امنیتي ادارو ته معرفي کړي دي.

طالبان وايي، د دغه وزارت د نفوسو او ټولنيزو بنسټونو رييس تېر کال په ټول هېواد کې د سلګونو ټولنيزو بنسټونو فعاليتونه څارلي او څېړلي دي.

د دې څارنې او څېړنې په پایله کې د لغوه شویو ټولنیزو بنسټونو او خیریه بنسټونو په ګډون دوه سیاسي ګوندونه او ۷۵ ټولنیز بنسټونه چې په غیر قانوني او له اجازې یې فعالیت کاوه، په نښه شوي دي.

دغه ګوندونه او ټولنیز بنسټونه د عدلیې وزارت له خوا تړل شوي او مسوولین یې اړوندو امنیتي بنسټونو ته معرفي شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي