د افغانستان د ملي مقاومت جبهې وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې د طالبانو پر یوې پوستې د برید په ترڅ کې د دغې ډلې څلور تنه جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې تېره شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا برید تېره شپه شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ په سیمه کې شوی دی.
په خبرپانه کې راغلي چې په دې برید کې یو طالب وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د مقاومت جبهې ټینګار کړی چې په دې برید کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
جمهورخبري آژانس