۰

په افغانانو د طالبانو پسخند: زموږ مشرتابه د افغان ښځو حقونو ته ځانګړې پاملرنه لري

یکشنبه ۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۵
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره کتنه کې ویلي، د دغې ډلې رهبري د افغان ښځو حقونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن یکشنبې (د ثور ۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: دواړو لورو د افغانستان په استازیتوب د حکومتولۍ په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د امارت د لاسته راوړنو، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په غونډو کې د افغانستان په اړه د دغه سازمان پر پرېکړو او په تېرو ناستو کې پر شویو پرېکړو خبرې وکړې.

متقي په هېواد کې د وينې تويېدنې د پای ته رسېدو، د امنيت د تامين، د داعش ډلې د له منځه وړلو، د روغتيا، پوهنې، سوداګرۍ او نورو برخو کې د ښځو د فعالې ونډې او د خلکو د اساسي حقونو د تامين په اړه د طالبانو د امارت د مشرتابه د پاملرنې په اړه خبرې وکړې. ښځو، کونډو، اتام او نورو اړمنو کسانو سره د طالبانو د امارت د دوامداره مرستو او نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

طارق علي بخت هم وویل چې له افغانستان سره نننۍ غونډه د اسلامي همکاریو د سازمان د مثبتو خبرو اترو یوه برخه ده چې له طالبانو سره یې کړې ده.

د اسلامي همکاريو سازمان د کورنيو او فرهنګي چارو عمومي رييسې ډاکترې امينې په بېلابېلو څانګو کې تر کار لاندې د بېلابېلو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د افغانستان له لومړيتوبونو سره سم هر ډول مرستې ته چمتو دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي