۰
د خوست اوسېدونکي:

طالبانو د عامې روغتیا د ښځینه رضاکارانو پیسې غلا کړي دي

یکشنبه ۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۲
د خوست یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مخې ته په یوه لاریون کې وسله وال طالبان د ښځینه رضاکارانو د نوم لیکنې په بدل کې د پیسو په غلا تورن کړل.
طالبانو د عامې روغتیا د ښځینه رضاکارانو پیسې غلا کړي دي
د خوست یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مخې ته په یوه لاریون کې وسله وال طالبان د ښځینه رضاکارانو د نوم لیکنې په بدل کې د پیسو په غلا تورن کړل.

دغه لاريون کوونکي، چې شمېر يې لسګونو تنو ته رسېږي، د ثور په لومړۍ نېټه د شنبې په ورځ د خوست د عامې روغتيا رياست مخې ته راټول شوي وو او وسله وال طالبان يې په اداري فساد، له واک څخه په ناوړه ګټې اخيستنې او په غلا تورن کړل.

دوی ادعا کوي چې شاوخوا ۴۰۰ ښځینه رضاکارانو په یوه روغتیايي موسسه کې د نوم لیکنې لپاره نوم لیکنه کړې ده. خو طالبانو یوازې ۵۰ کاندیدانو ته په ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړې ده.

لاریون کوونکو ټینګار کاوه چې طالب چارواکو د پاتې ۳۵۰ رضاکارانو د ګډون کارتونه جیبونو ته اچولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستیو کې نجونو ته اجازه ورکړې، چې په روغتیايي موسسو او طبي پوهنتونونو کې له ښوونځي پرته زده کړې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورې نجونې او همدارنګه د زده کوونکو نجونو ښوونځي او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع کړي دي.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي