۰

ننګرهار کې درنه جګړه روانه ده

سه شنبه ۷ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۴
سیمه ییز چارواکي وايي وسله والو طالبانو په ننګرهار ولایت کې په یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې تر اوسه درنه جګړه روانه ده.
ننګرهار کې درنه جګړه روانه ده

سیمه ییز چارواکي وايي وسله والو طالبانو په ننګرهار ولایت کې په یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې تر اوسه درنه جګړه روانه ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه جګړه نن سهار شاوخوا ۴ بجې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې پیل شوې، چې مرګ ژوبله هم لري.
د حصارک ولسوال حاجی عبدالخالق معروف وايي، وسله والو طالبانو نن سهار وختي د حصارک په مرکزي سيمو کې پر ټولو امنيتي پوستو حمله کړې او جګړه پیل شوې،چې تر اوسه پورې روانه ده.
ولسوال وايي امنيتي ځواکونو هم پر طالبانو پراخ بریدونه پيل کړي او تر دې دمه په لسګونو وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دی وايي په جګړه کې شايي افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو په وینا یې کره معلومات ځکه نه لري، چې لا هم جګړه جریان لري.
بل خوا د سیمې اوسېدونکي وايي، په دغه جګړه کې تر اوسه پورې څلور تنه وژل شوي چې دوه په کې ماشومان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې ډلیزو بریدونو ته مخه کړې او د چارواکو په خبره هڅه کوي، چې ځینې سیمې لاندې کړي.
د وسله والو طالبانو د ډلیزو بریدونو دغه لړۍ د هلمند ولایت نه سر راپورته کړ، چې وروسته، کندهار، پکتیکا او اوس ختیځ ننګرهار ولایت ته ورسېده.
جمهور آژانس
معروف سادات: ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین