۰
جنرال راحیل شريف:

د افغانستان امن د سيمې هېوادونو د اړيکيو پراختيا ته لار اوارولاى شي

چهارشنبه ۸ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۲۹
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف وايي، په افغانستان کې امن او ثبات د سيمې د هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د پراختيا لار اوارولاى شي.
د افغانستان امن د سيمې هېوادونو د اړيکيو پراختيا ته لار اوارولاى شي
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف وايي، په افغانستان کې امن او ثبات د سيمې د هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د پراختيا لار اوارولاى شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې شریف په ورته وخت کې زیاتوي، په افغانستان کې د ثبات او د پاکستان و چين ترمنځ د اقتصادي دهلېز ګټه به د سيمې هېوادونه ته هم ورسېږي.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې د خبرپاڼې له مخې، جنرال راحيل شريف دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د جرمني په ميونخ ښار کې د جنوبي اسيا د امنيت په اړه يوه جوړ کنفرانس ته د وينا پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د سیمې د سولې، ثبات او اقتصادي پراختیا له پاره په افغانستان کې سوله او د دې هېواد ثبات اړین دی.
شريف د افغانستان پرله پسې بې ثباتي د سيمې د هېوادونه لپاره تاواني بللې او ټينګار يې کړى او پر افغان خواوو يې غږ کړى، چې د دايمي سولې لپاره دې د سولې خبرو لړۍ بیا پیل کړي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین