چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې یو تن قومي مشر حبیب الله جان د ناپېژانده وسله والو کسانو په ډزو وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د کندهار ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په یخ کاریز سیمه کې رامنځ ته شوې.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، قومي مشر حبیب الله جان د معروف ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي و، چې دا مهال په کندهار ښار کې اوسېده.
نوموړی زیاتوي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
تر اوسه چا د برید مسؤولیت هم پر غاړه نه دی اخستی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په کندهار ښار کې د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې تورپکۍ هم د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوې وه.
جمهور آژآنس:کندهار