امنیتي چارواکي وايي، پولیسو په میدان وردګو ولایت کې یو تن ماین خښوونکی له دوه کړۍ ماینونو سره یو ځای نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د میدان وردګو امنیه قومانداني زیاتوي، چې دغه ماین خښوونکی قاري احسان الحق نومېږي او د ماین اېښودلو پر مهال شوی دی.
د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد ابدالي وايي یاد کس غوښتل د نرخ ولسوالۍ د بادام په کلي کې د سړک د غاړې ماینونه ځای پر ځای کړي، چې د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت د کارکوونکو له خوا ونیول شو.
د امنيي قومندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد ابدالي په وینا نیول سوي کس غوښتل دوه بوشکه يي ماینونه په لومړۍ نمبر شهرا کې د کوم دولت ضد کړني په هدف ښخ کړي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:میدان وردګ