۰

هند کې یوه افغان محصل بل افغان محصل وژلی

سه شنبه ۳ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۲
هندي رسنۍ وايي، د هند په چاندي ګهړ سیمه کې یو افغان محصل بل افغان محصل د چړې په ګوزارونو وژلی دی.
هند کې یوه افغان محصل بل افغان محصل وژلی
هندي رسنۍ وايي، د هند په چاندي ګهړ سیمه کې یو افغان محصل بل افغان محصل د چړې په ګوزارونو وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې هندي رسنیو زیاته کړې، چې وژل شوی محصل ثناالله نومېږي او ۲۱ کاله عمر لري.
رسنۍ زیاتوي، چې ثناالله د بل محصل احسان الله له لوري په نس کې په چړو وهل شوی او وژل شوی دی.
د هندي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ ثناالله څلور کاله وړاندې هند ته د زده کړو لپاره ورغلي وو او دا یې د لسانس دورې وروستی کال و.
پولیسو ویلي، دغو افغان محصلینو له پخوا راهیسې په خپلو کې مخالفت درلود.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین