>> جمهور - پکتیکا کې۱۰۵۲ ځوانان په کار شوي
 
۰

پکتیکا کې۱۰۵۲ ځوانان په کار شوي

سه شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۰
د پکتیکا چارواکي وايي، په دې ولایت کې یې د اداري فساد پر ضد مبارزه ګړندۍ کړې او دغه راز یې څه باندې زر کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
پکتیکا کې۱۰۵۲ ځوانان په کار شوي
د پکتیکا چارواکي وايي، په دې ولایت کې یې د اداري فساد پر ضد مبارزه ګړندۍ کړې او دغه راز یې څه باندې ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې تېره ورځ د پکتیکا والي امین الله شارق د خپل کار د درېیم سل ورځني پلان د تشریح پر مهال وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې په پکتیکا کې ۱۰۵۲ ځوانانو ته د کار زمینه برابرې کړې او په همدې اندازه خالي بستونه ډک شوي دي.
دغه راز ښاغلي شارق په دغه ولایت کې د اداري فساد پر وړاندې پر مبارزه ټینګار وکړ او ویې ویلي، چې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده.
دی وايي، چې د اداري فساد د مبارزې په لړ کې د دوه رییسانو په ګډون یو شمېر نور دولتي کسان د اداري فساد په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د پکتیکا والي پر داسې مهال ځوانانو ته د کاري زمینې د برابرولو خبر ورکوي، چې د هېواد په کچه په سلګونو زره ځوانان بې روزګاره دي.
جمهورآژانس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین