پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل او بدخشان کې وروستي خونړي بریدونه چې په ترڅ کې یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته په کلکو ټکو وغندل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ په کابل کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۱۴ نیپالي وګړي و وژل شول او شاوخوا ۱۰ کسه نور ټپیان شول.
په ورته وخت کې تر دې پېښې څو ساعته وروسته د کابل د ولایتي شورا پر غړي عطا الله فیضاني چاودنه وشوه، چې له کبله یې یو کس مړ او د نوموړي په ګډون څو نور ټپیان شول.
دغه راز د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ په بازار کې هم چاودنې ۱۰ تنه ولسي وګړي و وژل او تر ۴۰ زیات یې ټپیان کړل.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ښاغلي کرزي دغه پېښې په کلکه غندلې دی.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي کرزي له قوله ویل شوي، چې د روژې مبارکې میاشت کې د افغانانو د بدخواهانو دغه کار د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف دی.
کرزيهغه د لوی خدای (ج) له درباره د دغو پېښو قربانیانو ته د جنت، کورنیو ته یې جمیل صبر او ټپيانو ته د سملاسي روغتیا غوښتنه کړې.
که څه هم د کابل د تېروې ورځې د پېښو مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست خو د بدخشان پېښه طالبانو هم غندلې او دا یې د هېواد د دښمنانو کار بللی دی.
جمهورآژانس:کابل