۰

د کندهار د ښورابک ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا مشر وژل شوی

دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۷
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ښار کې د یاد ولایت د شورابک ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا مشر وژلی دی.
د کندهار د ښورابک ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا مشر وژل شوی
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ښار کې د یاد ولایت د شورابک ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا مشر وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د غويي ۳۱ مه د کندهار ښار په ۱۴ مه امنیتي حوزه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند داوود احمدي وایي، د شورابک ولسوالۍ پر یوه ملک محمد داوود د ۱۴ مه حوزه له سنګي حمام سيمې سره نږدې نامعلومه وسله والو برید کړی او وژلی یې دي.

د کندهار چارواکي زیاتوي، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم ناپېژانده وسله والو کسانو د ماین پاکۍ د یوې موسسې پنڅه تنه ماین پاکان چې د ټاپي پروژې له پاره یې ماین پاکي کوله، وژلي او یو تن یې له ځان سره وړی دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي