ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې د ۱۳ پاکستانیانو په ګډون ۴۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن دوشنبې د تلې دویمه په یوه خبرپانه کې ویلي، افغان ځواکونو د غزني په اندړو او ګیرو ولسواليو کې د طالبانو پټنځایونه بمبار کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې د ۱۳ پاکستاني وسله والو په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو سمه ییز قوماندان هم شامل دی او دغه راز درې عرادې موټر او ۵ عرادې موټرسایکلونه یې هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات کړي او مات کړی یې دی.
دفاع وزارت وايي، له زندان څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ قطعې د دوه ساتونکو په ګډون شپږ سرتېري راخوشي کړای شوي او په عملیاتو کې ۱۱ طالبان هم وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل