طالبان وایي دوی د روغتیا له نړیوال سازمان او نورو موسساتو سره د کرونا ضد مبارزه کې همکاري کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین کړې وايي، دوی تیار دي چې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د روغتیا له نړیوال سازمان او نورو موسساتو سره همکاري وکړي، څو وکړی شي دغه پدیده له منځه یوسي.
نوموړي زیاته کړې، دوی د همغږۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري او له یادو بنسټونو سره همکار دي.
شاهین پر نړیوالو روغتیايي سازمانو همدا راز غږ کړی چې د افغان حکومت په زندانونو کې د دوی بندیانو ته جدي توجه وکړي.
د یادونې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې هم د خپلو بندیانو په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې وو چې حکومت یې باید بندیان ازاد کړي له دې پرته یې مسوولیت ددوی پر غاړه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل