طالبان وایي، د دوی پلاوی اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر سوداګرۍ، کډوالو، صادراتو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د ملابرادر په مشرۍ شپږ کسیزه پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
شاهین وايي، د طالبانو پلاوي له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې یو لړ مهم وړاندیزونه وکړل، چې پاکستان ورسره موافقه وکړه.
دی زیاتوي، دغه پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د کډوالو د ستونزو د حل کولو تر څنګ افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو، افغان محصلانو ته د بورونو د ورکولو، افغان صادراتو ته د زمینې برابرولو او ځينو مسایلو خبر کړې دي.
د شاهین په وینا طالب پلاوی په کراچۍ بندر کې د افغان تجارانو د مالونو د ډیمریج ستونزه، همدا ډول د افغاني صادراتو لپاره د لازمو سهولتونو او په لارو کې د نه ځنډولو په اړه بحث وشو او پاکستني چارواکو په دې ډولو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
هغه ویلي« د پاکستان لخوا افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو ورکول او هلته زموږ د محصلینو لپاره د آسانتیاو د برابرولو غوښتنه وشوه، ورسره په هغه هيواد کې د افغان مهاجرینو د بندیانو خلاصون په اړه هم خبرې وشوې، چې د هغه هېواد د چارواکو لخوا ژمنه وشوه چې د افغان بندیانو د خلاصون په اړه به لازم ګامونه واخیستل شي، بي سرنوشته او د کمو جرمونو بندیان به خوشي شي، د زیاتو جرمونو والابندیانو په بند کې به کمښت راشي. »
دغه راز شاهین ویلي، طالب پلاوي له پاکستان څخه غوښتي چې د تګ راتګ په مهال د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.
ده دا هم ویلي چې په دې کتنو کې د دوو هیوادونو ترمنځ د باور وړ او ښو اړیکو د ټینګېدو پر اهمیت ټینګار وشو.
د شاهین په وینا دواړو خواوو بین الافغاني خبرې د افغانستان او پاکستان او همداراز د سیمې لپاره مهمې وبللې.
که څه هم شاهین وايي، پلاوی یې له پاکستاني چارواکو سره پر سوداګرۍ، صادراتو د کډوالو په ستونزو، محصلانوته د بورسیو او ښو اړیکو جوړولو په اړه خبرې کړې.
خو پاکستاني چارواکي وايي، دوی له طالب پلاوی سره د افغان سولې پر بهیر، د بین الافغاني خبرو پر پیل، د بندیانو په برخه کې د نرمښت او تاوتریخوالي د کمولو په اړه خبرې کړې دی.
تر دغه لیدنې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، طالب پلاوي ته یې و ویل، چې له افغان حکومت سره ژر تر ژره خبرې پیل کړي.
که څه پاکستاني چارواکو هم د دغه لیدونو او ناستو ټول جزیات نه دی شریک کړي، ځو ځینې ديپلوماتونو ویلي، پاکستان له طالبانو د بندیانو په پرخه کې د نرمښت او دغه راز د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه هم کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل