د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو یې پلازمېنه کابل کې د عملیاتو پر مهال د حقاني شبکې دوه مهم غړي نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د حقاني شبکې دا دوه مهم غړي د تروریستي برید د ترسره کولو لپاره د یو موټر د اخیستلو لپاره له پکتیا څخه کابل ته راغلي وو.
خبرپاڼه زیاتوي، دغو دوه کسانو یوه هینو لارۍ په بیه کې اچولې وه او غوښتل یې تر اخیستلو وروسته یې له چاودیدونکو توکو ډکه کړي او کابل ښار کې چاودنه ورکړي.
ملي امنیت د نیولو شویو کسانو د هویت او نیولو د کره نېټې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل