محمد هاروان چخانسوري، محمود کرزی، انورالحق احدي، قدرت الله ذکي، نور رحمان اخلاقي، او نجیب الله یمین او د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج د ولسي جرګې د باور رایه تر لاسه او وزیران شول.
خو د ښځو چارو وزارت ته نوماندې حسینه صافی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته نوماند طاهر زهیر هغه وزیران و، چې د وکیلانو له خوا رد شول.
د نن په رایه اچونه کې د کانونو وزیر هارون چخانسوري ۱۵۴ تایید، د کرنې وزیر انورالحق احدي، ۱۸۹، د ترانسپورت وزیر قدرت الله ذکي ۱۶۵، د کډوالو وزیر نور رحمان اخلاقي ۱۶۵، د ښارجوړونې وزیر محمود کرزي ۱۵۴، د ټولګټو چارو وزیر نجیب الله یمین ۱۴۹ او د ملي امنیت رییس ۲۲۰ د باور رایې تر لاسه او وزیران وټاکل شول.
خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته نوماند طاهر زهیر ۷۸ او د ښځو چارو نوماند وزیرې حسینه صافی د ۱۱۹ باور رایو په تر لاسه کولو ونه شوای کولی، چې دغه څوکۍ خپلې کړي.