۰

د کابل نړیوال هوایي دګر بېرته د الوتنو پر مخ پرانستل شو

یکشنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۲
افغانستان کې د قطر سفیر وايي، د دوی د هېواد فني ټیم توانېدلی، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر بېرته د داخلي او بشري مرستو د الوتنو پر مخ پرانیزي.
د کابل نړیوال هوایي دګر بېرته د الوتنو پر مخ پرانستل شو
افغانستان کې د قطر سفیر وايي، د دوی د هېواد فني ټیم توانېدلی، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر بېرته د داخلي او بشري مرستو د الوتنو پر مخ پرانیزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الجزیرې راپور ورکړی، چې د هوايي ډګر رنوې د افغان چارواکو په مرسته رغول شوې او پرون ترې دوه داخلي پروازونه، کندهار او مزارشریف ته ترې شوي دي.

په ورته وخت اریانا افغان هوايي شرکت هم پر خپله فسبوک پاڼه خبر ورکړی، چې د کابل هوايي ډګر د داخلي الوتنو پر مخ پرانستل شوی دی.

د یادونې ده، چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هوايي ډګر خورا خراب شوی و، خو بیا هم د تېرې چهارشنبې په ورځ د قطر یوه الوتکه په دې هوايي ډګر کې کښناسته.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي