۰

کونړ کې د وژل شوي ځوان قاتل محکمې ته وسپارل شو

شنبی ۱۴ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۳
کونړ ولایت کې د وژل شوي ځوان چې د اسلامي امارت د یوه سرتېري په ډزو وژل شوی قاتل نیول شوی او محکمې ته سپارل شوی دی.
کونړ کې د وژل شوي ځوان قاتل محکمې ته وسپارل شو
کونړ ولایت کې د وژل شوي ځوان چې د اسلامي امارت د یوه سرتېري په ډزو وژل شوی قاتل نیول شوی او محکمې ته سپارل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاسین په نوم یو ځوان چې تازه له مدرسې فارغ او د قران کریم حافظ و وړمه ورځ د ورو له واده څخه وروسته د چکر لپاره د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ شین کوړک سیمې ته روان و، چې له یوه چټ پانټ څخه د ترېدو مهال یوه طالب سرتېري پرې ډزې کړې او وژل شوی دی.

د یاسین وژل کېدو د ځايي خلکو سخت غبرګون راپارولی او د جنازې د مراسمو پر مهال یې له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې قاتل ته د قانون سره سمه جزا ورکړي.

له دغه پېښې وروسته د کونړ ځايي چارواکي د وژل شوي ځوان کورنۍ ته د تسلیت او دعا لپاره ورغلي او ډاډ یې ورکړی، چې قاتل نیول شوی او محکمې ته سپارل شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم وايي، په کونړ کې د وژل شوي ځوان قاتل ونیول شو او محکمې ته وسپارل شو.

نوموړي ويلي، چې د مقتول له ورثه وو سره په کونړ کې د طالبانو امنیه قومندان ولیدل او نقدي مرسته یې ورسره وکړه.

د طالبانو د حکومت وياند دا هم ويلي چې نور به اختیار د مقتول وارثینو ته ورکول کیږي چې له قاتل سره سوله کوي که شرعي محاکمه یې غواړي؟

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي