۰

د یوناما مشره د قزاقستان له ولسمشر سره پر افغانستان غږېدلې

پنجشنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۹
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشره دیبورا لاینز د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومرات توکایف سره پر افغانستان خبرې کړې دي.
د یوناما مشره د قزاقستان له ولسمشر سره پر افغانستان غږېدلې
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشره دیبورا لاینز د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومرات توکایف سره پر افغانستان خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن لاینز چې قزاقستان ته په سفر تللې له ښاغلي توکایف سره پرون چهارشنبې د غبرګولي ۱۱ مه لیدلي او خبرې کړې دي.

د قزاقستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي، دغه لیدنه کې دواړو لورو له افغانستان سره د همکاریو، د بحران د مخنیوي لپاره د بشري مرستو پر همغږۍ، د ټولنیز او اقتصادي وضعیت پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

ولسمشر توکایف ډاډ ورکړي، چې له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ به د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو او افغان زده کړیالانو ته د زده کړې زمینې برابرولو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، مېرمن لاینز د افغانستان په اړه د اروپايي تولنې او منځنۍ آسیا هېوادونو د استازو تر منځ دویمه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته تللې او وړمه ورځ یې له تاجکستاني چارواکو سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي